اسلام آباد 05 جون (اے پی پی) د بحري چارو وفاقی وزیر سیّد علی حیدر زیدی سره د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سېنېټر شبلی فراز ملاقات كړے دے۔ د بحري چارو وزارت د اړخه جاري بيان له مخې ملاقات كښې د بحري چارو وزارتِ په چارو خبرې شوي۔ د بحري چارو وزير علی زیدی د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سېنېټر شبلی فراز د کورونا وبا صورتحال باوجود به بندرځايونو د بيړيو راتګ څخه خبر كړو۔ علی زیدی ووئيل وزارت خپلې ټولې چارې د حکومتی اېس او پیز په رڼا كښې ترسره كوي