اسلام آباد ۔ 04اپرېل(اے پی پی) د آزاد كشمير وزيراعظم راجه محمد فاروق حېدر خان آزاد كشمير كښې كرونا وائرس څخه روغ شوي اولني رنځور سره ټېلېفوني خبرې وكړې۔ د خالي په ورځ وزيراعظم د ټېلېفون د لارې روغ شوي رنځور سره خپلو خبرو كښې ووئيل د اولني رنځور په رغېدو د پاك پروردګار ډېر شكر ګزار يؤ۔ ده دعا وكړه چې لوئے څښتن دے ټولو رنځورانو ته شفا وركړي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې لياقت حسېن تفتان څخه راغلې وو۔ دده ټېسټ مثبت راتلو څخه وروستو دې ميرپور روغتون كښې درمنلو ته بستر وو۔ دې د دوهم ټېسټ په منفي راتلو روغتون څخه ډسچارډ كړې شوې دې۔